معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوچستان کې پر اورګاډي د برید کوونکو پر وړاندې د پاکستان عملیات پای ته رسېدلي

بلوچستان کې پر اورګاډي د برید کوونکو پر وړاندې د پاکستان عملیات پای ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان په بولان سیمه کې یې د اورګاډي د یرغمل شویو مسافرو د ژغورلو عملیات پای ته رسېدلي.

د دوی په وینا دغو عملیاتو کې یې ۳۲ وسلوال وژلي، خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې جګړه لا هم روانه ده.

د پوځي سرچینو په وینا، د جګړې پر مهال ۱۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي، خو فرانسې خبري آژانس د یوه بل چارواکي له قوله د وژل شویو پوځیانو شمېر ۲۸ تنه یاد کړی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې ۳۴۶ برمته شوي کسان یې آزاد کړي، خو بلوڅ آزادۍ غورځنګ ویلي، چې لا هم تر ۱۰۰ ډېر برمته ورسره دي او له ۵۰ ډېر یې وژلي دي.

بلوچ بیلتون پالو اسلام‌ آباد ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د بندیانو د تبادلې غوښتنه ونه منل شي، پاتې یرغمل شوي کسان به هم ووژني.

د پاکستان حکومت (BLA) ترهګره ډله اعلان کړې، خو دا ډله پاکستان تورنوي چې د بلوچستان طبیعي سرچینې لوټوي او د خلکو پر وړاندې بشري ضد جنایتونه ترسره کوي.

بلوچستان کې دا نښتې د بیلتون غوښتونکو د غوځنګ لخوا کیږي، چې له دوو لسیزو راهیسې د خپلې آزادۍ لپاره مبارزه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس