معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوچستان کې یوې ښځینه بریدګرې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

بلوچستان کې یوې ښځینه بریدګرې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان په کلات ښار کې د یوې ښځینه بریدګرې له لوري ځانمرګی برید ترسره شوی، چې په پایله کې د پاکستاني پوځ یو غړی وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

رویترز خبري آژانس ویلي، برید یوې پوستې ته نږدې شوی، چې د چاودنې له امله سیمه زیانمنه شوې او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه‌ دی منلی، خو بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپال د ورته بریدونو مخینه لري.

پاکستاني چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس