معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بنګلدېش له هند څخه د شیخ حسینې د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې

بنګلدېش له هند څخه د شیخ حسینې د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بنګلدېش موقت مشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس ویلي، چې حکومت یې هڅه کوي څو هند د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه ورته وسپاري.

شیخ حسینې په بنګلدېش کې د څوو اونیو مرګوني اعتراضونو وروسته د اګست په پنځمه واک خوشې کړ او هند ته لاړه.

محمد یونس د اګست په اتمه د بنګلدېش د موقت مشر په توګه واک ترلاسه کړ او شیخ حسینه تر اوسه په هند کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

محمد یونس د بنګلدیش د موقت حکومت د ۱۰۰ ورځو لاس ته راوړنو په اړه په یوې تلوېزیوني وینا کې وویل، هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅې روانې دي، چې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال یې په وژنو کې لاس درلود.

د بنګلدیش د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د جولای او اګست په میاشتو کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۴۰۰ یې محصلین وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس