معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بنیټ یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

بنیټ یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر ۱۹ نېټه ده) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سملاسي پرانیستل شي.

بېنېټ پرون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو د یو کال پوره کېدو په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده.

نوموړي ویلي چې ښوونځي باید د ټولو پر مخ پرانیستي وي. هغه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د مساوي زده کړو د حق ور کولو غوښتنه کړې.

ورته مهال په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست ماک پوتزل، نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل یو غمیزه او له شرمه ډکه خبره بللې.
یوناما دا خبره په ګرمسېره سیمو کې د نوي تعلیمي کال په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې د پوتزل له قوله لیکلې ده:” له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د پرله پسې محرومولو لپاره هیڅ معقوله توجیه نشته او د نړۍ په هیڅ کونج کې داسې څه نه موندل کېږي”.

د هغه په خبره دا چاره د مېرمنو راتلونکی نسل په پخپله د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس