کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی.
د ياد وزارت مرستيال وياند ويلي، سرپرست وزیر د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته ورغلی دی.
د نوموړي په وینا تمه ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به سبا د اکټوبر په ۴مه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره هم پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې – اترې وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/