کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هېوادونو ته د وچو مېوو په صادراتو کې د زیاتوالي خبر ورکړی.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې تېر لمریز کال کې د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه مېوه بهرنیو هېوادونو؛ لکه: هند، چین، پاکستان، سعودي، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې چې نظر تېر ته ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
له بل لوري بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو ډېرېدل د وچې مېوې د صادراتو کچې په لوړېدو کې مهم ګڼي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/