کابل-گهیځ نیوز (د قوس/ليندۍ ۱۴)
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي کابل کې له امیر خان متقي سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران مرستیال سفیر ته ویلي، هغه وخت راغلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه_ورکړه زیاته او د ترانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران مرستیال سفیر په افغانستان کې له امنیتي وضعیته خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره یې د لا نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت ایران سره د اقتصادي راکړې ورکړې پر ډېرښت ټینګار کړی: