معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت ترکیې ته له استول شویو افغان ډیپلوماټانو وغوښتل چې رسما خپل کار پیل کړي

بهرنیو چارو وزارت ترکیې ته له استول شویو افغان ډیپلوماټانو وغوښتل چې رسما خپل کار پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې هغو ډیپلوماټانو ته د رسماً کار پیل کولو سپارښتنه شوې، چې د وزارت له لوري تېره ورځ یاد هېواد ته استول شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې تېره ورځ د ترکيې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شوي ديپلوماتان دې خپل کار رسما پيل کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي څو د ډيپلوماټيکو فعاليتونو تر څنک، په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسوووليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.
دوی وایي، د دې ترڅنګ چې د ترکيې جمهوريت سره سرپرست افغان حکومت ډيپلوماټيکې اړيکې ځانګړی اهميت لري، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول لازم خدمات وړاندې کړي.
تر دې یو ورځ وړاندې ایران کې هم د سرپرست افغان حکومت نویو ډیپلوماټانو خپلې چارې رسماً پیل کړې
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس