معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت د شانګهای همکارۍ سازمان له وروستۍ ناستې هرکلی وکړ

بهرنیو چارو وزارت د شانګهای همکارۍ سازمان له وروستۍ ناستې هرکلی وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت له ټولو هغو ناستو چې په کې د ازاد، باثباته، متحد، له جنګ او له مخدره موادو څخه پاک افغانستان څخه په کې ملاتړ شوی، له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او د کډوالو د راستنېدا په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه شوې، ستايي او په دې تړاو هر راز همکاري ته چمتو دی.
بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي، هیله لري چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې په قزاقستان کې ترسره کیږي، افغان حکومت ته هم په کې د ګډون زمینه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس