معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت له افغانانو غوښتي چې په ناقانونه توګه دې له مهاجرتونو لاس واخلي

بهرنیو چارو وزارت له افغانانو غوښتي چې په ناقانونه توګه دې له مهاجرتونو لاس واخلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت د بلغاریا پر لاره یوې لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په غبرګون کې له خلکو غوښتي، چې نور دې په قاچاقي او ناقانونه لارو د تېښتې هڅه نه کوي.
دغه وزارت له نړیوالو سازمانونو او د بلغاریا له حکومت څخه هم غوښتي چې قاچاق وړونکي په نښه او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اروپا ته په قاچاقي لارو روانه یوه لارۍ چې ۴۰ تنه افغان کډوال په کې سپاره و، اتلس تنه ترې مړه شوي او د اتو نورو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس