معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهرنیو چارو وزارت وايي د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې ډېر ژر د دفتر پرانستو ډاډ ورکړی

بهرنیو چارو وزارت وايي د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې ډېر ژر د دفتر پرانستو ډاډ ورکړی

یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت او ور سره مل پلاوي یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.
کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان په راغلي پلاوي کې د دغه سازمان سیاسي مرستیال یوسف بن محمد الضبیعي هم شامل دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدلقهار بلخي د دې لیدنې په تړاو په ټویټ پیغامونو کې د علي بخیت له قوله ویلي چې د دغه سفر موخه یې “د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډو د پرېکړې تطبیق او کابل کې د دغه سازمان د دفتر پرانسته ده”.
ښاغلی بخیت او ور سره پلاوي یې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به له دغې لارې د افغانستان له خلکو سره بشرپاله مرستې پیل کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغان وګړو ته د مرستو په رسولو کې اسانتیاوو د رامنځ ته کولو پر ژمنې سربېره د یاد سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فرصتونو ته هم بللې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې “دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او ۲۰۲۴م کال لپاره د اسلامي هېوادونو فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو بهير د بيا پيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.”
د یادونې وړ ده چې د تېر کال ډسمبر میاشت اسلام آباد کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه جوړه شوې وه چې له افغانستان سره د مرستو ژمنه پکې وشوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس