معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان هر کال د مېوو حاصلاتو رسېدو پر مهال دروازې تړي

بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان هر کال د مېوو حاصلاتو رسېدو پر مهال دروازې تړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۹ مه نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوي او اسلام آباد د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته کوي.
یاد وزارت وایي، د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو پاکستان دروازې تړي، چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د ولسونو او هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
همداراز د تورخم دواړو خواوو ته زرګونه کسان چې پر دې لاره یې تل تګ – راتګ کاوه، بند پاتې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس