معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یو وار بیا ټینګار کړی، چې خاوره به یې د هیچا پر ضد ونه کارول شي

بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یو وار بیا ټینګار کړی، چې خاوره به یې د هیچا پر ضد ونه کارول شي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلام آباد د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په مرکز کې ویلي، چین، پاکستان او افغانستان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې، چې د یو بل خاوره او فضا به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې هېڅ تروریستې ډله نشته او نه به دوی دغه ډول ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.
متقي اسلام آباد کې دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې وړاندې تر دې پاکستاني لوري څو وار افغان خاوره کې د خپلو مخالفینو د شتون تورونه ولګول، خو افغان چارواکو یې تورونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې هوکړې سره سم به هېچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس