معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر له افغانانو څخه خپل وطن کې د پاتې کېدو پر غوښتنه ټینګار وکړ

بهرنیو چارو وزیر له افغانانو څخه خپل وطن کې د پاتې کېدو پر غوښتنه ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه غوښتنه تېره ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې دننه د هغو ۱۸ افغانانو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې وکړه، چې بلغاریا څخه نورو اروپایي هېوادونو ته په لاره یې یوه کانټینر کې د هوا د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
نوموړي دغه لیدنه کې پر نړیوالو هم غږ وکړ، چې هغوی باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ ځکه د ده په خبره نړیوال بندیزونه د دغو مشکلاتو مهم لامل دی، چې نړیوالو افغانان په ناعادلانه توګه له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي، څو افغانان وکولی شي، په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس