معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر ویلي، نړۍ دې موږ ته د حکومتولۍ نسخې نه راکوي

بهرنیو چارو وزیر ویلي، نړۍ دې موږ ته د حکومتولۍ نسخې نه راکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې ویلي، لکه څنګه چې موږ نورو هېوادونو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، د نړۍ هېوادونه دې هم دوی ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوي.
نوموړي ویلي، نړۍ باید له دوی سره رسمي چلند وکړي او د چین په څېر دې خپل سفیران افغانستان ته ولېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، سرپرست حکومت چمتو دی چې د پولو په ښه ساتنه کې له نورو هېوادونو سره ګډ کار وکړي او د نشه‌ يي توکو په شمول د شر اچوونکو عناصرو مخنیوی وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د افغانستان په اړه اندېښنې لري، په کار ده چې د افغانستان د واقعي انځور لیدلو لپاره افغانستان ته راشي.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا د یوشمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس