کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو او د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته د شته افغان کارګرو ته د لازمو کاري اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته شوې.
دغه ناسته چې بهرنیو چارو وزارت کې شوې، بهرنیو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته د مېشتو کارګرو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو په کې خبرې شوي.
دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرو د لېږد پروسې د ګړندي کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړه لیک ترتیب او له مخې یې هره اداره خپل مکلفیتونه په ښه ډول ادا کړي.
دغه ناسته د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په اساس شوې چې بهر ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني لېږد لپاره د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسوولیت مطابق به فعالیت تر سره کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/