معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهر ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي

بهر ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ماليې وزارت ويلي، له هېواده بهر ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند ويلي، په بندرونو کې د سوداګریزې راکړې – ورکړې د زیاتوالي لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او دمګړۍ د تورخم او سپین بولدک بندرونه په ۲۴ ساعته او ۱۶ ساعته ډول فعالیت کوي.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې، پاکستان، هند، متحده عربي امارات، اتریش، کاناډا او امریکا ته د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې ده.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د تازه مېوو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې نور هوايي دهلېزونه فعال شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس