معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تانزانيا کې د ځمک‌ ښوويېدنې له امله د مړو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد

تانزانيا کې د ځمک‌ ښوويېدنې له امله د مړو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د تانزانيا حکومتي چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د ځمک ښويېدنې له امله په یوه کوچني کان کې ۲۲ کارګر مړه شوي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د تانزانیا ولسمشرې سامیا سولوهو حسن ويلي، چې پېښه د سمیو سیمې د بیرادي ولسوالۍ په نګالیتا کان کې رامنځته شوې ده.

د ځایي چارواکو په وينا، پېښه داسې مهال شوې چې يوې ډلې کارګرو هغه سیمه کې کيندنې پيل کړې چې د اورښتونو له امله د ځمک‌ ښوويېدنې له وېرې د کيندنې چارې بندې اعلان شوې وې.

د ژغورنې ډلې وايي، چې له دغه کانه يې د يادو کارګرو جسدونه را وېستلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس