کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي، چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابروي.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې له منځه یې پنځه نړیوال هوايي ډګرونه دي.
د نوموړي په خبره د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنو ته چمتو شوي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال وایي، د لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوايي ډګرونه پر نړیوالو معیارونو برابر وي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم هوارې شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/