معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکي پولیسو ۵۵ تنه افغان کډوال نیولي

ترکي پولیسو ۵۵ تنه افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ترکي پولیسو ۵۵ تنه افغانان چې غوښتل یې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي، نیولي دي.
د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې اته نور یې د پاکستان او بنګلدېش اوسېدونکي دي، چې له ایران څخه په یوې لارۍ کې ترکیې ته ننوتي وو.
د ترکيې رسنیو د راپورونو له مخې نیول شوي پناه غوښتونکي د اماسیا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
ترکیه اروپا ته د افغان کډ‌والو د تګ یوه مهمه لار ده. ډېری دغه پناه غوښتونکي د ایران له لارې ترکیې ته ځي.
ورستیو میاشتو په اوږدو کې ترکیه د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نیونه او شړل زیات کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس