کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغو دواړو هېوادونو کې د شوې خونړۍ زلزلې وروسته د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۶ زرو څخه واوښت.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دا جزیات وروستي نه دي او ښایي چې نور هم پورته لاړ شي، ځکه د دوی په خبره تر ړنګو ودانیو لاندې لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو بده زلزله ثبت شوې، چې شاوخوا ۲ لکه ۶۴ زره اپارتمانونه یې ویجاړ کړي او په لکونه خلک یې بې کوره کړي دي.
سوریه کې د جګړو او محاصرو له امله بیا د ژغورنې عملیات تر ترکیې پڅ روان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/