معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه د هوايي ډګرونو په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه ده

ترکیه د هوايي ډګرونو په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه ده

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) ترکیه وایي د هوايي ډګرونو د سمبالښت په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی له افغان لوري سره د پنځوو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.
د اوغلو په خبره تمه ده چې خبرې ژر پایله ولري. هغه زیاته کړې چې په دې بهیر کې متحده عربي امارات هم راګډ شوي، ځکه تر دې وړاندې یې په کابل کې د ملکي برخې مدیریت او بیا رغوونه پر غاړه وه.
نوموړي ویلي همدا لامل دی چې، د یادو پنځوو هوايي ډګرونو په مدیریت او فعالولو کې له قطر او ترکیې سره ونډه لري.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د قطري او ترکي شرکتونو پلاوي کابل ته راغلي وو او دلته یې له افغان لوري سره د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس