کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د کتنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې کړي.
په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزیر د تازه مېوو د معياري وچولو، د لبنياتو او حيواني غوښې د توليد زياتوالي، د څاڅکو اوبو لګولو سېستم د لا پراختيا او ترویج، له ځنګلونو او طبيعي زېرمو څخه د اغېزمنې استفادې او د هېواد د اراضۍ د تنظیم په برخو کې له ترکيې سره د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې.
په همدې حال کې د ترکیې سفیر د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/