معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کي اقتصادي ناسته؛ د ترک-افغان ګډ کاري ټیم پر جوړېدو هوکړه شوې

ترکیه کي اقتصادي ناسته؛ د ترک-افغان ګډ کاري ټیم پر جوړېدو هوکړه شوې

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ترکیې سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګریزې ودې په موخه د ګډ کاري ټیم پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي.
دغه وزارت ویلي، چې د اقتصادي اړیکو ریاست یې نن چهارشنبه (وږي ۳۰مه) په ترکیه کې د افغان سفارت په مرسته یوه ناسته جوړه کړې وه، چې د ترکیې د نوي رفاه اقتصادي ګوند مشر محمد التوز په ګډون د یاد هېواد د اقتصادي، کرنې، ساختماني کمپنیو او نورو استازو ګډون درلود.
په ياده ناسته کې، د افغانستان پر کانونو,ټرانسپورټ، کرنې، سوداګريزو فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د لېږد پر لارو خبرې شوي.
د وزارت لخوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، له ترکیې سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره د یوه ګډ کاري ټیم پر جوړولو هوکړه شوې.
دغه راز زیاتوي، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به یو لوړپوړی با صلاحیته ترکي پلاوی کابل ته راشي څو افغان سوداګرو او اړوند سکټوري وزارتونو استازو سره له نږدې هوکړې ته و رسي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلېز پرانستل شو او تېره ورځ له چین څخه افغانستان ته د دغه اقتصادي دهلېز د ازمایښتي تطبیق چارې هم پیل شوې.
د رېل پټلۍ ادارې د مشر بخت الرحمن شرافت په خبره، د نوي اقتصادي دهلېز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز توکي قرغیزستان ته رسېدلي او په څو ورځو کې به د حیرتان بندر ته ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس