ترکیه کی اقتصادی ناسته؛ د ترک-افغان ګډ کاری ټیم پر جوړېدو هوکړه شوې

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، له ترکیې سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګریزې ودې په موخه د ګډ کاری ټیم پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلی.
دغه وزارت ویلی، چې د اقتصادی اړیکو ریاست یې نن چهارشنبه (وږی ۳۰مه) په ترکیه کې د افغان سفارت په مرسته یوه ناسته جوړه کړې وه، چې د ترکیې د نوی رفاه اقتصادی ګوند مشر محمد التوز په ګډون د یاد هېواد د اقتصادی، کرنې، ساختمانی کمپنیو او نورو استازو ګډون درلود.
په یاده ناسته کې، د افغانستان پر کانونو,ټرانسپورټ، کرنې، سوداګریزو فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د لېږد پر لارو خبرې شوی.
د وزارت لخوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، له ترکیې سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره د یوه ګډ کاری ټیم پر جوړولو هوکړه شوې.
دغه راز زیاتوی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به یو لوړپوړی با صلاحیته ترکی پلاوی کابل ته راشی څو افغان سوداګرو او اړوند سکټوری وزارتونو استازو سره له نږدې هوکړې ته و رسی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ نوی اقتصادی دهلېز پرانستل شو او تېره ورځ له چین څخه افغانستان ته د دغه اقتصادی دهلېز د ازمایښتی تطبیق چارې هم پیل شوې.
د رېل پټلۍ ادارې د مشر بخت الرحمن شرافت په خبره، د نوی اقتصادی دهلېز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز توکی قرغیزستان ته رسېدلی او په څو ورځو کې به د حیرتان بندر ته ورسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.