معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې د لاجورد کوریډور په تړاو غونډه شوې

ترکیه کې د لاجورد کوریډور په تړاو غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ او پراختیایي چارو وزارت په کوربتوب د لاجورد کوریډور د اغېزناکې کارونې په موخه غونډه شوې.

راپور کې راغلي، چې دغه غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د ترکیې د ټرانسپورټ او پراختیایي چارو وزیر دغې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان او جورجیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د لاجورد کوریډور د کارونې پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس