کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ ویلي، چې داعـ.ـش ډلې سره یې د لاس لرلو په تور ۳۴ تنه نیولي دي.
د خبر پر بنسټ، نوموړي ویلي چې نیول شوي کسان بهرني اتباع دي، چې د نړیوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیب لاندې وو.
خبر زیاتوي، چې دغه کسان د پراخو عملیاتو پرمهال نیول شوي، چې ګڼې بې جوازه تفنګچې یې هم ترې ترلاسه شوي دي.
د وزیر په خبره یاد کسان د لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي برخو ته ور پېژندل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/