معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ترکیه ۲۲۷ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي

ترکیه ۲۲۷ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) ترکیه دغه هېواد ته ورغلي ۲۲۷ غیر قانوني افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنوي.
د ترکیې راودو خبري شبکې د راپور پر بنسټ، ترکیې ته په غیر قانوني ډول ورغلي دغه افغانان په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
ترکیې تر دې وړاندې هم سلګونه افغان پناه غوښتونکي د هوا له لارې بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
ورته مهال ترک چارواکي وايي چې په خپله خوښه له ستنېدونکو افغانانو سره د دوی په خپل هېواد کې د کارموندنې په ګډون بېلابېلې مرستې کوي.
دوی وايي، له کله چې یې دا پروژه پیل کړې، ترکیې ته د افغانانو د پناه وړلو بهیر ټکنی شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس