ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۳۱مه او د اګسټ میاشتې ۲۲مه نېټه ده) ترکیه دغه هېواد ته ورغلی ۲۲۷ غیر قانونی افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنوی.
د ترکیې راودو خبری شبکې د راپور پر بنسټ، ترکیې ته په غیر قانونی ډول ورغلی دغه افغانان په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږدول کېږی.
ترکیې تر دې وړاندې هم سلګونه افغان پناه غوښتونکی د هوا له لارې بېرته خپل هېواد ته استولی دی.
ورته مهال ترک چارواکی وایی چې په خپله خوښه له ستنېدونکو افغانانو سره د دوی په خپل هېواد کې د کارموندنې په ګډون بېلابېلې مرستې کوی.
دوی وایی، له کله چې یې دا پروژه پیل کړې، ترکیې ته د افغانانو د پناه وړلو بهیر ټکنی شوی دی.
گهیځ