معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / تر غزې او لبنان وروسته اسراییلي اشغالګرو پر یمن پراخ بریدونه کړي

تر غزې او لبنان وروسته اسراییلي اشغالګرو پر یمن پراخ بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ تر غزې او لبنان وروسته تېره ورځ د يمن پر بندري ښار حدیده کې بمبارۍ کړي دي.

فرانس پرېس خبري آژانس د اسراییلو د پوځ ویاند ډېوېډ اوراهام له قوله ویلي، چې دوی دغه پراخ برید کې لسګونه الوتکو، جنګي جټونو او تېل وړونکو او اکمالاتي الوتکو برخه اخیستې وه.

د دوی په وینا دغو بریدونو کې د یمن په حدیده او راس العیسا سیمو کې د حـ.وثيانو اهداف ویشتل شوي دي.

د خبر پر بنسټ شویو بریدونو کې د حـ.وثي یاغیانو تر کنټرول لاندې د برېښنا یو سټیشن او یو سمندري بندر چې د تېلو د وارداتو لپاره کارول کېده، په نښه شوي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

حـ.وثيانو په وروستیو ورځو کې د اسراییلو پر لور خپل راکټونو او ډرون بریدونه زیات کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس