کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تر فراه وروسته نن د هرات په اسلام کلا کې هم نهه ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې پرون هم د فراه له ابو نصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره بې کېفیته تېل ایران ته ګرځولي وو.
یادې ادراې ویلي، چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې کېفيته توکي هېواد ته وارد کړي. تر دې وړاندې هم له ایران د بې کېفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/