معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تر فلای دوبۍ وروسته ایر عربیه هم کابل ته الوتنې پيلوي

تر فلای دوبۍ وروسته ایر عربیه هم کابل ته الوتنې پيلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تر فلای دوبۍ وروسته ایر عربیه شرکت هم غواړي، چې کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړي.
فلای دوبۍ د تېرې چهارشنبې ورځ له څه باندې دوو کلونو ځنډ وروسته افغانستان ته الوتنې له سره پیل کړې.
په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، چې د ایر عربیه هوايي شرکت عملیاتي ريیس د افغانستان له جنرال کونسل عبدالرحمن فدا سره په کتنه کې کابل ته د خپل هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیلولو اراده څرګنده کړې ده.
د افغان کونسلګرۍ په وینا جنرال کونسل اوس په دې اړه کابل کې د هوايي چلند له وزارت سره خبرې کوي، چې کابل ته د ایر عربیه د الوتنو پیل نهايي کړي.
دغو شرکتونو افغانستان کې تر تحول وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس