معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تـ ـحریر الشام ځواکونو د سوریې ستراتیژیکې سیمې ونیولې

تـ ـحریر الشام ځواکونو د سوریې ستراتیژیکې سیمې ونیولې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د “ردع العـ.دوان” په نوم د سوریې د مقاومت ډلو عملیاتو په لړ کې د تـ ـحریر الشام جـ ـهادي ځواکونو د ادلب او حلب ښارونو بشپړ کنټرول ترلاسه کړی او په حماه ښار کې یې هم لسګونه سیمې نیولي.

د نړیوالو رسنیو په حواله مقاومت ډلو د معرة النعمان ستراتیژیکې سیمې په نیولو سره د ادلب ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی.

بل لور د الجزیرې د راپور له مخې، د حلب په ښار کې د اموي تاریخي مسجد او د هوايي ډګر نیول د تحریر الشام مهم بریالیتوبونه ګڼل کیږي.

د بشري حقونو د څارنې بنسټ په وینا، د مقاومت ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حماه ښار ۱۲۰ ښارګوټي او کلي نیولي او د بشار الاسد ځواکونو د حمص لور ته په تېښته دي.

د راپورونو له مخې، په دې جګړو کې تر اوسه ۳۲۷ تنه د بشار رژیم عسکر وژل شوي دي.

حلب چې د سوریې د صنعت او اقتصاد پخوانۍ پلازمېنه ګڼل کیږي، د دې سیمو نیول د مقاومت ډلو لپاره ستراتیژیک بریالیتوب ګڼل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس