معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / تل ابیب کې د شوي استشهادي برید له امله ۵۶ اسراییلي اشغالګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

تل ابیب کې د شوي استشهادي برید له امله ۵۶ اسراییلي اشغالګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تل ابیب کې د اسراییلو استخباراتي موساد ۸۲۰۰ مرکز پر غړو استشهادي برید شوی، چې له امله یې ۵۶ اسراییلي اشغالګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

الجزیرې خبري آژانس دې پېښه کې د شپږو اسرایيلي عسکرو د وژل کېدو او ۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو غزه الان خبري رسنۍ په دې پېښه کې د ۱۷ اسراییلي عسکرو د وژل کېدو او ۴۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د راپورونو له مخې یو فلسطیني وګړي خپل ټېلر موټر په هغه سرویس خېژولی، چې اسراییلي عسکر یې ښکته کول.

د اسراییلو رسنیو د خبر له مخې ډېری وژل شوي او ټپیان نظامیان او اسراییلي عسکر دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس