معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / تهران نن د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې کوربه دی

تهران نن د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې کوربه دی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې نن په تهران کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران هېوادونو د استازو په حضور سره د مسکو فارمټ شپږمه غونډه جوړه شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې په دې غونډه کې به د دوحې دریېمې غونډې لپاره د چمتوالي په تړاو بحثونه وشي.

په دغه غونډه کې د افغان حکومت د استازي ګډون تر اوسه نه دی روښانه شوی.

په تهران کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې ټاکل شوې تر راتلونکو دریوو اونیو د افغانستان په اړه د دوحې دریېمه غونډه هم جوړه شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس