معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم د تګ_راتګ پرمخ تړلې ده

تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم د تګ_راتګ پرمخ تړلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
وروسته له هغې افغان لوري د پاکستاني چارواکو د ژمنو نه عملي کولو له امله دغه لاره وتړله په سبا یې د دواړو لورو ترمنځ د نښتې راپورونه هم ورکړل شول.
اوس له دغې جنجال څخه د څلورو ورځو تر تېرېدو وروسته لا هم دغه لار د تلو_راتلو پرمخ تړلې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه لار به تر څه وخته پورې تړلې وي.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پر مالونو بار زرګونه لارۍ د دغې لارې د تړلو له امله ایسار پاتې دي.
مسوولینو ویلي، چې پاکستاني لوري سره تر موافقې وروسته به دغه لار د تلو_راتلو پرمخ خلاصه شي.
دا له اوو کالو وروسته لومړی ځل دی چې د افغان حکومت له لوري د شته مشکلاتو له وجې لاره تړل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس