معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم دروازه نن ۱۷ ورځ هم د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده

تورخم دروازه نن ۱۷ ورځ هم د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم دروازه له ۱۷ ورځو وروسته لا هم هماغسې د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.

دغه لار چې د افغان حکومت له لوري د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د پاکستان لخوا تړل شوې، څو وار په کې دواړو لورو درنې نښتې وکړې.

د ننګرهار مرستیال والي ویلي، تېرو نښتو کې افغان لوري ته نهه تنو ژوند بایللی او نهه نور ژوبل دي، چې ټپیانو کې درې تنه خبریالان هم شامل وو.

پاکستاني لوري ته هم د مرګ – ژوبلې د اوښتو پخلی شوی، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د دغو نښتو له امله ګڼ شمېر کورنۍ د خپل سر خوندیتوب لپاره بې‌ ځایه شوي، چې د ولایتي ادارې په وینا ټولې اړینې مرستې ورته رسېدلي دي.

د دغې دروازې دواړو لورو ته ګڼ شمېر باروړونکي موټرونه ولاړ دي، چې توکي یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې د دغې لارې د بندښت له وجې افغان سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا ۵ لکه ډالره زیان رسیږي.

ګهیځ نیوز ته ځینو سرچینو ویلي، چې ښایي ورځ – دوه کې د دواړو لورو یو پلاوی د لارې خلاصون په تړاو ناسته وکړي، خو تر اوسه په رسمي ډول د ناستې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس