کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم بندر کې د افغان او پاکستاني مسوولینو ترمنځ د دروازې د خلاصېدو په اړه نیم ساعت خبرې شوي.
د خبر پر بنسټ، ياد ګډ مجلس کې چې د افغانستان لخوا د تورخم کمیسار یې مشري کوله، دواړو خواوو ته د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ د لار پرانیستل کېدو په اړه خبرې شوي.
د ګهیځ نیوز د سرچینو له مخې احتمال شته چې سبا د ورځې په جریان کې د تورخم دروازه د تلو – راتلو پر مخ خلاصه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/