معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د لسګونه کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم کې د لسګونه کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم ګمرک رياست مسوولين په دغه ګمرک کې د ١٦٧ کیلوګرامه مسو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي. د خبر پربنسټ د تورخم ګمرک آمر انجینر مسلم خاکسار ويلي، چې دوی تشریح کارمندانو له لوري په یوه بار وړونکي موټر کې ۱۶۷ کیلو ګرامه مس نیولي، چې نوموړي موټر چلوونکي غوښتل ګاوندي هېواد ته یې د قاچاق په توګه انتقال کړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ګمرک کې د لسګونه کیلوګرامه ګران بیه ډبرو او نشه یي توکو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس