کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د تورخم بندر د انتقالاتو آمر بخت جمال ګوهر ویلي، د پاکستان له لوري د تورخم بندر له لارې د مهاجرینو او انتقالاتو آمریت ته ۱۴۱ افغان بندیان وسپارل شول.
د نوموړي په وینا دغو بندیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.
دغه بندیان چې د کنړ، کاپیسا، میدان وردګ، کندوز، خوست، کابل، بغلان، لغمان، پکتیا، بامیان، ارزګان او په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سره له دې چې قانوني اسناد یې درلودل، نیول شوي او تورخم ته انتقال شوي دي.
ګوهر زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي په دومره لوړه کچه افغان بندیان په ډله ییز ډول افغانستان ته رااستوي.
د ده په خبره ډېری دغوه کسان د اسلاماباد له زندانونو خوشې شوي، چې د بند موده یې له ۵ تر ۱۰ ورځو پورې وه.
افغان لوري یاد بندیان د مرستې او ترانسپورټ لپاره ۵۰ تنه انفرادي کسان او ۱۸ کورنۍ (چې ټولټال ۶۶ کسان کیږي) IOM موسسې ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/