معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکول کیږي

تورخم کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
وروسته له هغې چې تېره شپه ناوخته د افغان حکومت له لوري د تورخم دروازه د پاکستاني لوري د ژمنو نه عملي کولو له امله وتړل شوه، اوس سهار وخته تورخم دروازه کې د درنو او سپکو ډزو غږونه اورېدل کیږي.
که څه هم تر اوسه رسمي سرچینو په دې تړاو څۀ نه دي ویلي، خو له سیمې څخه ځایي یو شمېر اوسېدونکو ګهیځ ته ویلي چې سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې له شاوخوا نیم ساعت وړاندې پیل شوي.
تر اوسه د دغو ډزو علت او په کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس