معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته ترتیبات په بې سارو هڅو مخته روان دي

تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته ترتیبات په بې سارو هڅو مخته روان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمېسیون چې راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۱۲ کمېټو کې فعالیت کوي، د پاکستاني حکومت له لوري په جبر او زور د وېستل شويو افغان کډوالو لپاره دوو کمپونو کې د تنظیم هڅې پیل کړي دي.
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وایي، دغو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د دولت په کچه عالي کمېسیون جوړ شوی، چې د هېواد ټولو بندرونو کې به راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې خدمات او سهولتونه برابر کړي.
د کډوالو چارو د سرپرست وزیر په وینا دغو خدماتي کمپونو کې به تر ۵ زرو پورې کسان په یو وخت د اوسېدو، خوراک – څښاک او نورو ټولو سهولتونو څخه برخمن وي.
د دوی په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او تر اوسه د یو نیم لکو په شاوخوا کې ستنېدونکي افغانان یوازې د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس