معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / توماس نیکلاسن د قطر له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

توماس نیکلاسن د قطر له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر تحولاتو او هغه هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف په نړیوالو ګډو هڅو خبرې کړې دي.

دا لیدنه په داسې مهال کیږي، چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته قطر د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون دغې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، خو ویلې یې دي، په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې ټول جزییات شریک کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس