معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / توماس نېکلاسون، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي

توماس نېکلاسون، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):

د ګهيځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

د خبر پر بنسټ، په دې کتنه کې د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت د استازو د ګډون پر اهمیت ټينګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د دوحې درېیمې غونډې د ترسراوي څرنګوالی څېړي او وروسته به خپل دریځ په ډاګه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوي، چې سرپرست حکومت پالیسي له ټولو هېوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ده او د دوحې په غونډه کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی، څو د خلکو د بریا لامل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس