معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / توماس وېسټ له پخواني افغان ډیپلوماټ طیب جواد سره کتلي

توماس وېسټ له پخواني افغان ډیپلوماټ طیب جواد سره کتلي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۱۹مه او د سپټمبر میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې له پخواني افغان ډیپلوماټ سید طیب جواد سره یې د افغانسنتان پر وضعیت بحث کړی.

وېسټ وړمه ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، له طیب جواد سره یې په دې اړه چې نړیواله ټولنه څه ډول کولی شي افغانانو ته خپل ملاتړ او مرستې په ښه ډول و رسوي، مشورې کړي.

هغه له جواد سره پر مشورو خوښي ښودلې خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ور کړي.

طیب جواد ډېر وخت په واشنګټن کې د افغانستان سفیر پاتې شوی او په لندن او مسکو کې یې هم د افغان ډیپلومات په حیث دنده تر سره کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس