معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ پکتیکا کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵ تنه نیول شوي

تېره اونۍ پکتیکا کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵ تنه نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د بېلابېلو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
د خبر له مخې مسوولینو ویلي، چې یاد نیول شوي کسان د پکتیکا مرکز او ځینو ولسوالیو کې د شخړو، تښتونو، نامشرو اړیکو او ځینو نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا له نیول شویو کسانو څخه یې یو شمېر اړوند ارګانونو ته سپارل شوي او ځیني لا تر لومړنیو پلټنو لاندې دي.
کۀ څه هم د اوسني سرپرست حکومت په راتلو سره هېواد کې د جرایمو کچه ټیټه شوې وه، خو دې وروستیو کې یې د هېواد له بېلابېلو ولایاتو د بیا ځل ډېرښت خبرونه خپریږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس