معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره شپه ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

تېره شپه ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په اوومې ناحیې غوچکو او د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سېلابونه راوتلي وو.

د لومړنیو اطلاعاتو له مخې د دغو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.

د دغه سېلابونو د مخنیوي او د خلکو د ژغورلو لپاره تېره شپه تر ناوخته د ښاروالۍ کارکوونکي، امنیتي مسوولین، د عامې روغتیا ریاست اړوندو ټیمونو او سرې میاشتې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې پرسونل سره په ګډه د خلکو د ژغورلو هڅې پیل کړې وې.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي، چې حوزوي روغتون ته دوه تنه ماشومان ټپیان ور وړل شوي چې یوه ترې ژوند بایللی دی.

د دغو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېرې په اړه رسمي سرچینو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د ځایي سرچینو په وینا خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس