کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست ویلي، تېره شپه یې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتو له امله سېلابونه راوتلي دي.
د دوی په خبره د دغه ولایت په جلریز، چک، سېداباد ، نرخ او جغتو ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د لومړنیو اطلاعاتو له مخې د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور لادرکه دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست ويلي، چې د مرستې په موخه یې ټیم سیمه ته رسېدلی دی.
په یاده ولسوالۍ کې د کابل ـ بامیانو لویه لاره هم په څو ځایونو کې د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
دغه راز د چک ولسوالۍ دکجیر خېلو کلي کې څلور کسه ژوبل شوي او ۱۵ کورونه زیانمن شوي، چې زخمیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
په یادو ولسوالیو کې سیمه ییزې لارې، استنادي دېوالونه اوکرنیزې ځمکې او حاصلات هم زیانمن شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/