کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه ناوخته اشغالګر رژیم د خان یونس په بېلابېلو سیمو او غزه کې پر دارالایتام او هغه ښوونځي برید کړی، چې بې کوره فلسطینیانو پناه وروړې وه.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه شهیدان شوي دي.
د AFP خبري آژانس د راپور په حواله اسرایيلي اشغالګرو ځواکونو پر غزې د هوايي بریدونو سربېره د ټانکونو ډزې هم کړي، چې له امله یې کم تر کمه ۴۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت له لوري په ورکړل شوي بیان کې راغلي، تقریباً د یو کال په پوره کېدو اسرایلي وحشتونو کې تر دې دمه ۴۱ زره ۶۸۹ کسان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپيان دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/