کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې زلزلې د هېواد بېلابېلې سیمې ولړزولې.
د دغو زلزلو مرکز د هندوکش غرونه او د بدخشان جرم ولسوالۍ غرونه ښودل شوي دي.
په تېرو لسو ساعتونو کې دا دوهم وار دی، چې زلزله د کابل په ګډون ګڼ شمېر ولایات او سیمې لړزوي.
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/